-
۱۵ میزان ۱۳۹۳ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلد افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا): د افغانستان دردیدونکو وګړو د شوروي ځبرځواک د لس کلن یرغل څخه لا خپله ملا نیغه کړې نه وه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د یو بل وینې تویونکي ځبرځواک د یرغل لاندې راغی. جګړې څخه زموږ ستړي وګړي ۳۶ کاله کیږي چې د یرغلګرو او د دوی د چوپړانو لوټمارۍ او د ظلم او زیاتي اوور کې سوزي. نیواکګرو افغانستان د خاین، ظالم، فاسد او هیوادپلور رژیمونو د آزمیښت په لابراتوار بدل کړی دی. متن کامل
-
۱۶ میزان ۱۳۹۲ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلد افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا): د ۱۳۸۰ کال د تلې له ۱۵ نیټې څخه راپدیخوا زموږ په خاورې باندې د امریکایي او ناټو یرغلګرو د یرغل دولس کاله تیریږي چې زموږ هیواد جګړو او ویجاړتوب سره مخ دی او زرګونو بیګناه او غیر نظامي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکا د یوولسم سپتمبر تروریستي بریدونه بهانه وګرځول او ویي غوښتل د افغانستان رژیم ته د بدلون ورکولو سره اوږدمهاله شتون لپاره په سیمه کې لار هواره کړي. متن کامل
-
۸ ثور ۱۳۹۲ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلد افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت: د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومه او د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمه زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې تورې، د وینې تویونې او د ډار او ویرې ورځې دي. خلقي او پرچمي هیوادپلورو چې ناورین راوړونکې کودتا یې په سپین سترګتوب سره، انقلاب او د روسانو لخوا د خپل هیواد نیواک یې د هغې د «بشپړتیا دوره» ګڼله، څوارلس کاله پرله پسې یې د دې خاورې زړه ور اولادونه زندانونو ته واچول او په دار یې وځړول او په پولیګونو کې یې ژوندي د خاورو لاندې کړل. متن کامل
-
۱۷ حوت ۱۳۹۱ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلد افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت: دولس کاله کیږي چې د امریکا لخوا د «ښځو حقوقو»، «بشري حقوقو»، «سولې» او «ثبات» راوستلو په نوم د «ترور پروړاندې جګړه» روانه ده. د دې مهال په لړ کې د غربي رسنیو د دروغجنو مبلغینو د دعوې پر خلاف د افغانستان ښځو نه یوازې دا چې خپلو لومړنیو حقوقو ته یې لاسرسی ونه وموند، بلکې په خاینانه توګه د دوی له دردونو او مصیبتونو څخه د امریکا او غرب استعماري سیاست د مخ پر وړلو لپاره ترې ډیره ناوړه ګټه پورته شوه. متن کامل
-
۱۱ ثور ۱۳۹۱ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلپه داسی حال کی چی د اسلامی هیوادونو ډیری ښځی او سړی د زوړ او سخت زړی رژیم پر وړاندی په سرتاسری پاڅونونو پاڅیدلی او دغه، نړۍ په سمه توګه د «عرب پسرلی» ونومو، لیکن خلقی ـ پرچمی خیانت کسبو او هیواد پلورو او ځناورو بنسټپالو، د افغانستان پسرلی داسی په ویر، تورتم او ظلم او زیاتی تبدیل کړ، چی اوسمهال د هیواد په معاصر تاریخ کی د غویی میاشتی دوه ورځی په ښکاره توګه بدمرغی ګرځیدلی دی. متن کامل
-
۱۸ حوت ۱۳۸۸ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیلنن ورځ د مارچ اتمه، د افغانستان ښځې د بشیره گانو او سامعه گانو باندی د تيري په ماتم، د بنسټپالو عناصرو په وسيله د دورې (شلاق) د وهلو له درده، د لوڼو د تالان كولو، په اور كې سوزولو او ايرې كولو له كبله سوزي او د دغو ټولو بې شرمانه جناياتوعاملين د بخښنې او عفو وړ ګرځيدلي دي او د كومې پوښتنې له وېرې پرته او ډار څخه د خپل موقعيت د ساتنې، غښتلي كولو او د وګړو پر تالان بوخت دي. متن کامل